Tema modersmål - pashto

pashto

د مورنيو ژبو د تېما کنفرانس په اوسلو کي

Skriv ut

2010konf-tema2

د سويډن د پوهني د وزارت د مورنيو ژبو د پاڼو د کلنيو کنفرانسونو په لړ کي  د  ٢٠١٠ کال کنفرانس د ناروي د هيواد د اوسلو په ښار کي تر سره سو . دا ځکه چي د ٢٠٠٩ کال د اوکتوبر د ٢٧ نېټې څخه د ناروي هيواد د پوهني وزارت هم د سويډن په شان د يو څو مورنيو ژبو د پاره د اينټرنيټ پاڼي جوړي کړې . د ناروي مقاماتو د يوې خوا غوښتل چي خپل يو کلن فعاليت و ښيي او د بلي خوا څخه د سويډني همکارانو د تجربو څخه هم ګټه واخلي . پدې کنفرانس کي د سويډن څخه د پښتو ژبي د پاڼي دوو همکارانو عبدالعلي رسول زاده او سليم عابد پيمان ګډون کړئ وو .

پدې کنفرانس کي نه يوازي د پاڼو په اړه معلومات وړاندي سو بلکي د مورنيو ژبو د زده کوونکو د ژبو د پرمختګ او په هغه هکله د محقيقينو د تحقيقاتو نتايج هم و ښودل سوه . د مختلفو مورنيو ژبو ښوونکو د خپلو تجربو ، ستونزو او فعاليتو په اړه خبري و کړې .

کنفرانس د ٢٠١٠ کال د سپټمبر پر ٢٠ نېټه پيل سو او د سپټمبر تر ٢٢ نېټې پوري دوام لري .

د کنفرانس ځای : د اوسلو د ښار د ايدنې په منطقه کي د سره سليب د کنفراسونو تالار  .

د کنفرانس عکسونه

 

پښتو قاموس Resurser

lexin_logo










Rasulzada

عبدالعلی رسول زاده

Who's Online

Vi har 1 besökare online

Translate

Lärometerial

Gymnasiet

Grundskola

Förskola

Afghanistan

Afghanistan_map

Afghanistan Map

غازی امان الله خان

Mattebegrepp

Matte

    Mattebegrepp_pashto

Tangentbord

Tangentbord_S

Pashto tangentbord